د کاپیسا چارواکي په دې ولایت کې د افغانستان د هوایي ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو د پوځي عملیاتو د مسئول په ګډون د دې ډلې د څلورو غړو د وژل کېدو خبره کوي.
د کاپیسا د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالشایق شورش نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه عملیات تېره شپه د نجراب ولسوالۍ په پچه غان دره کې شوي چې په نتیجه کې په څلورو وژل شویو کې د طالبانو د پوځي چارو مسئول مولوي نظرمحمد هم شامل دی.
وسله والو طالبانو تراوسه د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
نجراب د کاپیسا یوه له ناامنیو ولسوالیو ده چې طالبان پکې ډېر فعال دي.