چارواکي: هرات کې نږدې ۴۰۰ سوداګریز جوازونه لغوه شوي

هرات ښار- ارشیف

د هرات د سوداګرۍ رئیس وايي، د روان هجري لمریز کال په ۹ میاشتو کې نږدې ۴۰۰ سوداګریز جوازونه لغوه شوي دي.

میر عارف صادق نن ازادي راډيو ته وویل،چې دغه جوازونه د بېلابېلو دلایلو له امله د سوداګرو له لوري لغوه شوي دي.

هغه زیاته کړه: "د شخصي، سلیقوي همدارنګه له دې وجې چې یو شمېر پانګونې د پروګرام پر بنسټ نه ترسره کېږي او ځینو شخصي مسایلو له امله راغلل او جوازونه یې لغوه کړل."

هرات د افغانستان یو صنعتي ولایت دی چې مخکې تر دې په کې سوداګریزې چارې په کې ښې ارزول شوي.

خو د دغه ولایت د سوداګرۍ خونې مسوولین د دغو ۴۰۰ سوداګریزو جوازونو لغوه کېدو لامل نا امني، د سولې مذاکراتو ګونګ حالت، د ټاکنو بحراني کېدل او بهر ته د پانګوالو د پانګو اېستل یاد کړل.