مالیې وزارت د ۱۳۹۹ لمریز مالي کال د بودجې سند ولسي جرګې ته سپارلی

د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر همایون قیومي د ولسي جرګې غونډه کې

د افغانستان د ماليې وزارت د ۱۳۹۹ لمریز مالي کال د بودجې سند د دوشنبې په ورځ ولسي جرګې ته وسپاره.

د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر وايي، د ۱۳۹۹ لمریز کال په بودجه کې ټول ملي او نړیوال معیارونه، د ولایتونو د پراختیايي پروژو انډول، اقتصادي وده، د کورنیو عوایدو شفاف راټولول، د حکومت لګښتونه، د پانګو د جذبولو پروګرامونه، د سوداګرۍ او صنعت وده او د خلکو د اقتصادي وضعیت ښه والي په پام کې نیول شوی دی.

همایون قیومي دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ ولسي جرګې ته د ۱۳۹۹ لمریز مالي کال د بودجې سند د سپارلو پر مهال وکړې.

ښاغلي قیومي د ولسي جرګې رییس ته د بودجې د سپارلو پرمهال وویل: " د ۱۳۹۹ کال ټوله بودجه ۴۲۸ میلیارده افغانۍ ده، له دې جملې نه ۲۸۹ میلیارده افغانۍ عادي بودجه او ۱۳۹ میلیارده افغانۍ پراختیايي بودجه ده چې په دې کې ۶۳ میلیارده اختیاري او ۷۵ میلیارده یې غیراختیاري پیش بیني شوې ده."

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني د ۱۳۹۹ مالي کال د بودجې سند د دغې جرګې د مالي او بودجې کمیسیون ته وسپاره چې په هراړخیزه توګه یې وڅیړي.

دو لسي جرګې د مالي او بودجې د کمیسیون منشي سیدعظیم کبرزاني ازادي رادیو ته وویل، هڅه کوي چې د یادې بودجې پرسند کره ځینې ترسره او په لږه موده کې د تصویب لپاره د جرګې عمومي غونډه ته وړاندې کړي.

د مالېې سرپرست وزیر داهم وویل،چې په ۱۳۹۸ مالي کال کې نږدې ۹۵ فیصده بودجه لګیدلې چې په تیرو اتلسو کلونو کې بې سارې ده .

ښاغلي قیومي زیاته کړه، په ۱۳۹۸ مالي کال کې د ملي عوایدو راټولو ته ۱۸۸ میلیارده افغانۍ په پام کې نیول شوې وې خو دغه وزارت وتوانید چې ۲۰۹ ملیارده افغانۍ راټولې کړي.

ده داهم وویل چې اقتصادي وده په تیرو کلونو کې ۱.۳ فیصده وه خو سږکال ۳ فیصدو ته لوړه شوې ده .