پاکستان د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو د اعلان هرکلی کړی

ارشیف

د پاکستان حکومت د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د لومړیو پایلو د اعلان هرکلی او همداشان په افغانستان کې د ډیموکراتیک بهیر د ملاتړ اعلان کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ټاکنو کمېسیون د یکشنبې په ورځ د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان وکړ.

ددغه پایلو له مخې اوسنی ولسمشر محمد اشرف د ۵۰،۶۴ رایو په ترلاسه کولو سره تر نورو ټولو کاندیدانو مخکې دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې ددغو پایلو د اعلان هرکلی کړی دی.

ددغه وزارت په خبرپاڼه کې په دې اړه راغلي: "پاکستان د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان هرکلی او په دغه هېواد کې د ډیموکراتیک بهیر ملاتړ کوي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت همداشان د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د بهیر بشپړېدل د افغانستان او جنوبي اسیا د سیاسي ثبات لپاره یو مهم ګام بللی دی.

په افغانستان کې ولسمشریزې ټاکنې د روان کال د سپتمبر په ۲۸مه نېټه وشوې خو لومړنۍ پایلې یې نږدې ۳ میاشتې وروسته اعلان شوې.