د سعودي له لوري پر اعدام د ۵ کسانو محکومېدل مسخره بلل شوي

د ملګرو ملتونو ځانګړې خبریاله آګنس کالامارد

د فراقضایي/تر قضایۍ صلاحیتونو د لوړو قتلونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي خبریالې آګنس کالامارد د سعودي عربستان له لوري د پنځو تنو په اعدام محکومول د عدالت، تعقیب او تحقیق مسخره کول، بللي دي.

د سعودي عربستان لوی څارنوال پرون دوشنبه اعلان وکړ چې دا پنځه تنه د سعودي خبریال جمال خاشقجې د وژني د قضیې په تړاو په اعدام محکوم شوي دي.

نوموړي دا هم وویل چې درې نور کسان په ۲۴ کلونو بند محکوم شوي دي.

خو میرمن کالامارد پر خپل ټویټر لیکلي چې د دې وژني طراحان نه یوازي آزادانه ګرځي، بلکه هغوی تعقیب او محاکمه شوي هم نه دي.

نوموړي د سعودي پر قضایې بهیر سخت انتقاد وکړ.

جمال خاشقجي چې واشنګټن پست ورځپاڼي ته یې کار کاوه تېرکال د ترکیې په استانبول ښار کې د سعودي عربستان په قنسلګرۍ کې په مرموز ډول ووژل شو.

د امریکا استخباراتي ادارې دې نتیجې ته ورسیدل چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د خاشقجي د وژنې سپارښتنه کړې وه.