اروپايي ټولنه: افغانستان کې ټاکنیز شکایتونه باید قانون سره سم وارزول شي

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر ویلي، د انتخاباتي شکایتونو په خپلواکه، مسلکي او پر وخت څېړنه کې د افغانستان د شکایتونو کمیسون ملاتړ کوي.

د اروپايي ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي، د انتخاباتو د قانون سره سم باید شکایتونو ته رسیدګي وشي.

اروپايي ټولنې په دې خبر پاڼه کې همدارنګه د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د لومړنیو نتایجو د اعلان هرکلی کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو له کمیسون غوښتي چې د شکایتونو په اړه دې په شفاف او مسلکي توګه قضاوت وکړي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسون له درې میاشتو وروسته د یکشنبې په ورځ د ولسمشرۍ د انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

ددې پایلې پر بنسټ محمد اشرف غني د ۵۰ اعشاریه ۶۴ فیصده رایو په تر لاسه کولو د لیست په سر کې دی او عبدالله عبدالله بیا د ۳۹ عشاریه ۵۲ فیصده رایو په خپلولو په دویم ځای کې راغلی دی.

تر اوسه څرګنده نه ده چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو وروستي نتایج کله اعلانیږي.