د جمال خاشقجي وژلو په تړاو سعودي کې پنځه کسان په اعدام محکوم شوي

د سعودي لویه څارنوالي وايي، د سعودي خبریال جمال خاشقجي د قتل د قضیې په تړاو پنځه کسان په اعدام محکوم شوي دي.

د سعودي عربستان دې چارواکو نن دوشنبې همدارنګه اعلان وکړ چې درې تنه نور په ۲۴ کاله بند هم محکوم شوي دي.

خاشقجي د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لپاره لیکنې کولې او تېر کاله په استانبول کې د سعودي په قونسلګرۍ کې ووژل شو.

دې وژنې په نړیواله کچه د سعودي عربستان پر واکمنو غوسه او نیوکې راپورته کړې.
د امریکا استخباراتي ادارو ویلي چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان ددې وژنې امر کړی و. ریاض بیا په دې قتل کې د سعودي خپلسري استخباراتي چارواکي ملامته بللې دي.

سعودي څارنوال ویلي، د ولیعهد سلاکار سعود القحطاني په دې قضیه کې ښکلیل نه و، خو امریکا متحده ایالاتو په دې وژنه کې د لاس لرلو په خاطر پر قحطاني بندیزونه لګولي دي.

جمال خاشقجي د وروستي ځل لپاره په ۲۰۱۸ میلادي کال د اکټوبر میاشت کې په استانبول کې د سعودي قونسلګرۍ ته د ننوتلو پر مهال ولیدل شو. نوموړي غوښتل تر واده مخکې له سعودي قونسلګرۍ څه اسناد ترلاسه کړي.

د راپورونو له مخې د هغه مړې ټوټې ټوټې شوی او د قونسلګرۍ له ودانۍ ایستل شوی دی.

د نوموړې د جسد پاتې شونې نه دي موندل شوي.