د لغمان دولت شاه ولسوالۍ کې د جنازې مراسمو کې چاودنې درې کسان وژلي

د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې د جنازې په مراسمو چاودنه شوې ده

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت زي ازادي راډيو ته وویل چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې چاودنه کې درې تنه وژل شوي او اوه تنه نور ټپيان دي.

دی وايي چاودنه له غرمې وړاندې د سیمې د یو قومي مشر عبدالشکور د جنازې په مراسمو شوې ده.

ښاغلي دولت زي د چاودنې د نوعیت په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې دمه د پېښې مسولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.