ښارجوړولو او ځمکو وزارت ۸ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي

ارشیف

د افغانستان د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت سږکال اته میلیارده افغانۍ عواید راټول کړې دي.

د دغه وزارت ویاند حشمت الله ناصري نن ازادي راډيو ته وویل، دغه عواید د هغو اصلاحاتو په پایله کې لاسته راغلي چې پدې وروستیو کې پدې وزارت کې رامنځ ته شوي دي.

هغه وویل: "د عوایدو د لوړېدو یو لامل دا دی چې په سیستم کې روڼوالی راغلی او ټولې پروسې په الکترونیکي ډول ثبت کېږي، همدا وجه ده چې د عوایدو په راټولو کې چټکتیا او شفافیت رامنځ ته شوی."

نوموړي وویل، چې له دغه اته میلیارډه افغانیو څخه پنځه میلیارده یې متقاضي ادارو ته د دولتي ځمکو له انتقالولو او درې میلیارډه یې په سیستم کې د اصلاحاتو له درکه تر لاسه شوې دي.

د افغانستان د ښار جوړونې وزارت وايي، دوی سږکال د یو میلیارد افغانیو د عوایدو اټکل کړی خو د دغه وزارت د هڅو په اساس یاد هدف اته میلیاردو ته ورسوه.

دغه وزارت په پام کې لري څو دا شمېره راتلونکي کال نهو میلیاردو ته ورسوي