پوتین د لانجمن پل پرانیستو مراسمو کې ګډون کوي

دغه پل د روسيې عمده قلمرو د اورګاډي په ذريعه له کريميا سيمې سره تړي، چې روسيې اشغال کړې ده.

ټاکل شوې د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتين نن د يوه لانجمن پله د رسمي پرانېستلو په مراسمو کې ګډون وکړي.

دغه پل د روسيې عمده قلمرو د اورګاډي په ذريعه له کريميا سيمې سره تړي، چې روسيې اشغال کړې ده.

اوکراين، د امريکا متحدو ايالتونو او اروپايي ټولنې د روسيې له خوا د دغه پله رغونه غندلې ده او ويلي يې دي دا د اوکراين له ملي حاکميت څخه سرغړونه ده.

د ګرانډ سرويس اکسپرس په نوم د رېګاډو يوې خصوصي کمپنۍ په نومبر مياشت کې اعلان کړى و، چې لومړنى رېلګاډى به يې د روسيې له سنټ-پټرزبورګ څخه د ډیسمبر پر ٢٣مه سيواستيپول ته روان شي.

د دې کمپنۍ په خبره دغه رېلګاډى به په څه باندې ٤٣ ساعتونو کې ٢٧٤١ کيلومټره مزل وکړي.

د پله پر رغولو ٣ اعشاريه ٧ مليارده ډالره ګول شوي او د اروپا تر ټولو اوږدو پلونو بلل کېږي.