د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.
محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د دغو پایلو له مخکښو نوماندانو څخه دي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې دوی خپل کار په پوره امانتدارۍ سره ترسره کړی او وروسته له دې د ټاکنو شکایاتو کمېسیون مسؤلیت دی.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم د لومړنیو پایلو اعلان د ټاکنو خپلواک کمېسیون لهخوا د تقلبي پایلو اعلان بولي او وايي چې د تقلبي رأیو پر وړاندې درېږي او د دوی د قانوني غوښتنو پرته پایلې نهمني او له هر راز قانوني لارې به د خلکو د رأیو دفاع وکړي.
په دغې خپرونه او بحث کې د افغانستان د ټاکنو شکایاتو کمېسیون یوه ویانده زرمینه حقجو کاکړ، د دولتساز ټیم یو ویاند جاوېد فیصل، د ثبات او همپالنې ټیم یو ویاند پاینده محمد حکمت او د افغانستان د ټاکنو روڼوالي څار بنسټ فیفا ویانده سمیرا رسا حضور لري.
د د دې خپرونې د اورېدو لپآره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5