ازبکستان کې پارلماني ټاکنې کېږي

ارشیف

د ازبکستان خلک نن د دې هیواد د پارلمان د غړیو د ټاکلو لپاره رایې ورکوي.

وروسته تردې چې درې کاله مخکې ولسمشر شوکت میرضیایف قدرت ته ورسېد، دا په ازبکستان کې لومړنۍ پارلماني ټاکنې دي.

میرضیاییف په هیواد کې د اصلاحاتو ژمنه کړې ده.

د چارو د کتونکو په باور د دې هیواد شل میلیونه وګړي چې د رایو ورکولو مستحق پېژندل شوي، په دې ټاکنو کې محدود انتخابونه لري.