چارواکي: هند د چابهار بندر په هوکړه لیک کې دوه نوي بندرونه ګډ کړي

ارشیف

د افغانستان د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، هند د چابهار بندر په هوکړه لیک کې دوه نوي بندرونه ورګډ کړل.

د دغه وزارت ویاند علي سینا سائد نن ازادي راډيو ته وویل، چې د یادې هوکړې پربنسټ به د هند دوه نوي بندرونه مورمانګوا او نوی مانګالور چابهار ته ورګډ شي.

هغه زیاتوي: "له دغو بندرونو څخه مورمانګوا د هند په ګوا ایالت دی او نوی مانګالور د هند په کاراناتیکا کې دی."

افغانستان د چابهار له لارې د ۲۰۱۹میلادي کال له فبرورۍ میاشتې راهیسې خپل صادرات پیل کړي.

د افغانستان د ترانسپورت وزارت په وینا ،د دغه بندر د کار له پیله تراوسه نږدې ۵ لکه ټنه انتقالات ترسره شوي دي.