هند کې د تاوتریخجنو لاریونونو په دوام ۹ کسان وژل شوي

تر اوسه په دغو اعتراضونو کې ټولټال ۲۳ کسان وژل شوي دي.

په هند کې د تابعیت د قانون په اعتراض کې تاوتریخجن لاریونونه دوام لري.

د راپورونو له مخې، په اتراپردېش ایالت کې له پولیسو سره په تازه شخړو کې نهه کسه وژل شوي دي.

تر اوسه په دغو اعتراضونو کې ټولټال ۲۳ کسان وژل شوي دي.

د هند د پولیسو ویندوی پراوین کومار پرون (شنبه) تایید کړه چې په پرونیو اعتراضونو کې ۹ کسه ځوانان وژل شوي دي.

کومار زیاته کړه، ځینې کسان، چې په مرمیو ټپیان شوي وو، وروسته مړه شوي خو ده پولیس ملامت ونه بلل.

دی وايي چې پولیسو یوازې له اوښکې بهونکي ګازه کار اخیستی دی.

د هند د تابعیت له نوې قانون سره سم د افغانستان، پاکستان او بنګله دېش هغو اتباعو ته د هند تابعیت ورکول کېږي چې مسلمانان نه وي.