د امریکا او جاپان مشرانو ترمنځ خبرې

د امریکا ولسمشر او د جاپان صدراعظم. ارشیف

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جاپان له صدراعظم شینزو ابې سره د ایران، شمالي کوریا او سوداګرۍ په اړه ټېلفوني خبرې وکړې.

دا خبره تېره شپه د سپینې ماڼۍ ویندوی جد دییر(Judd Deere) وکړه خو د ایران په اړه یې د دوو هېوادونو د خبرو جزئیات څرګند نه کړل.

د جاپان کیودو خبري اژانس وايي چې د امریکا د ولسمشر او د جاپان د صدراعظم ټېلیفوني خبرو یو ساعت او ۱۵ دقیقې دوام وکړ.

ابې خبریالانو ته وویل چې دا خبرې د ولسمشر ټرمپ په غوښتنه وشوې.

دوی په داسې ورځ خبرې وکړې چې د ایران ولسمشر حسن روحاني د جاپان دوه ورځینی سفر پای ته ورساوه.

روحاني د دې سفر په لړ کې د جاپان له حکومته وغوښتل چې د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټومي موافقې له ژغورلو سره مرسته وکړي.