ارګ د ښځو د حقونو فعالې ثریا "پرلیکا" مړینه یوه ضایعه وبلله

میرمن پرلیکا تېره شپه د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړه شوه.

ولسمشرۍ ماڼۍ د افغانستان د ښځو د حقونو د یوې فعالې ثریا پرلیکا مړینه یوه لویه ضایع بللې ده.

میرمن پرلیکا تېره شپه د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړه شوه.

له ارګ څخه په خپاره شوي پیغام کې د ولسمشر محمد اشرف غني له خولې ویل شوي چې ثریا پرلیکا په تېرو څلور لسیزو کې د افغان ښځو د حقونو لپاره له اتلولۍ ډکه مبارزه کړه.

د ولسمشر غني په وینا د میرمن پرلیکا نوم به د افغانستان د اتلو ښځو په ډله کې تلپاتې وي.

ثریا پرلیکا د کابل د بګرامیو په کمری قریه کې زیږیدلې او له زرغونې لیسې فارغه شوې وه.

هغې د اوکراین په پلازمېنه کییف کې په اقتصاد او نړیوالو اړیکو کې ماسټري اخیستې وه.

میرمن پرلیکا د ښځو د ډیموکراټیک سازمان د رئیسې، د افغانستان د سرې میاشتې د رئیسې، د افغانستان د اساسي قانون د تدوین د لویې جرګې د غړې، او د افغانستان د ښځو د سرتاسري ټولنې د رئیسې په توګه دندې ترسره کړي دي.