د امریکا د متحد ایالتونو جګپوړو امنیتي چارواکو دا خبر رد کړه چې د دغهَ هیواد پوځ کلونه کلونه د افغانستان د جګړې نه پرمختګ له خپلو خلکو پټ کړی و.
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر او د دغه هېواد د لوی درستیزانو د کمیټې رییس مارک میلي پرون په یوه ګډه خبرې غونډه کې دا خبره وکړه.
دوی وویل، دا ادعا چې دفاع وزارت او د متحد ایالتونو نورو ادارو د افغان جګړې په اړه غلط معلومات ورکړې دي، سمه نه ده.
نږدې لس ورځې مخکې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړ چې داسې پټ اسناد یې ترلاسه کړي دي چې د هغوی له مخې څرګندیږي چې لوړپوړیو امریکایي چارواکو د افغانستان د جګړې په اړه ناسم معلومات له امریکایانو سره شریک کړي دي.
خو مارک اسپر ټینګار وکړ چې د افغانستان د جګړې په اړه اطلاعات ډیر شفاف ورکړل شوي دي.