حمدالله محب: ترهګرۍ سره مبارزه کې د افغانستان قربانۍ باید وستایل شي

حمد الله محب د پنجشنبې په ورځ په نوي ډهلي کې له خپل هندي سیال سره د لیدو پر مهال دا خبره کړې ده.

د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار وایې، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان قربانۍ باید وستایل شي.

حمد الله محب د پنجشنبې په ورځ په نوي ډهلي کې له خپل هندي سیال سره د لیدو پر مهال دا خبره کړې ده.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل د دې لیدني په اړه آزادي راډیو ته وویل:

"د خبرو محور په افغانستان کې جګړه، د سولې پروسه او له ترهګرۍ سره مبارزه وه. د ملي امنیت سلاکار وویل چې افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ټولو په استازولی قربانۍ ورکړي او باید دا قربانۍ یې تقدیر شي."

د ښاغلي حقمل په خبره هندي لوري هم له افغانستان سره په دې لار کې د همکارۍ ژمنه بیا تازه کړه.

ښاغلي محب د چهارشنبه په ورځ په تهران کې د سیمې د اوو هېوادونو په یوه امنیتي غونډه کې هم ورته څرګندوني کړې وي او له ترهګرۍ سره مبارزه یې د سیمي یو ګډ مسولیت بللی وو.