لبنان کې د نوي صدراعظم ټاکلو لپاره بحثونه روان دي

سعد حریري چې د لویديځ او خلیج هیوادونو متحد دی، د اکتوبر په ۲۹مه د حکومت د فساد پر ضد د پراخ لاریون په نتيجه کې د صدارت له څوکۍ څنګ ته شو.

په داسي حال کې چې د لبنان د نوي صدراعظم پر ټاکلو خبرې دوام لري، سعد حریري د جمهوري ریاست ماڼۍ ته رسېدلی دی.

سیاسي سرچینې وايي، ویل کیږي د ښوونې او روزنې پخوانی وزیر حسن دیاب به د ایران د ملاتړي حزب الله ګوند په ګډون د یو شمېر ګوندونو په ملاتړ صدراعظم وټاکل شي.

سعد حریري چې د لویديځ او خلیج هیوادونو متحد دی، د اکتوبر په ۲۹مه د حکومت د فساد پر ضد د پراخ لاریون په نتيجه کې د صدارت له څوکۍ څنګ ته شو.