د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د مځکې ښويېدو په نتيجه کې شپږ ساختماني کارګر وژل شوي دي.
د ازبکستان له اضطراري حالاتو سره د مبارزې وزارت نن وویل چې دا پېښه په یونس آباد سیمه کې د میترو پر لیکه شوې، هغه ځای چې اوسمهال پکې د بیا رغونې کارونه روان دي.
د دې موضوع په اړه تحقیقات پیل شوي دي چې ایا د دې غمیزې مخه نیول کېدای شوای که نه.