واشنګټن پوسټ: که د افغانستان جګړه نه‌ګټو، د سولې له موافقې پرته دې نه‌خوشې کوو

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د اسیا لپاره د نړیوال کړکېچ د ډلې د مشرې لوریل مېلر لیکنه خپره کړې ده.

د دې مقالې سرلیک دی، "موږ به په افغانستان کې بریالي نه‌شو، خو موږ باید دا هېواد د سولې له موافقې پرته خوشې نه‌کړو."

مېرمن مېلر چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا سرپرسته ځانګړې استازې هم پاتې شوې ده لیکي، دا د امریکایانو په لاس کې دي چې د سولې په خبرو کې له طالبانو سره دا ومني چې خپل ځواکونه به باسي، دوهمه خبره دا ده چې د امریکا له فشار پرته د سولې په خبرو کې د افغانستان حکومت نه‌شي داخلېدلی. درېیم، هر څومره چې امریکایي ځواکونه په افغانستان کې پاتې کېږي هومره ډېر څه په طالبانو منلی شي.

مېرمن مېلر وړاندې لیکي، د سولې خبرې اسانه نه‌دي، وخت نیسي نو د یوې موافقې لپاره په‌کار دي چې له دوه زره لومړي کال وروسته چې کوم سیاسي سیستم رامنځته شوی د هغه اساسات وساتل شي او په حکومتي چوکاټ کې د طالبانو په ګډون نور کسان داخل شي.

مېرمن مېلر د مقالې په پای کې لیکي، هغه وخت رارسېدلی دی چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي، خو واشنګټن باید د وتلو په وخت هلته ثبات راوستی وي او افغانانو ته دا فرصت برابر شوی وي چې په سوله کې ژوند وکړي.

  • نیویارکر

بله امریکایۍ خپرونه نیویارکر بیا لیکي، ۱۸ کلونه وشول چې د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې جګړه کوي، هلته‌یې په زرګونه پوځیان وژل شوي او ټپیان شوي، په لسګونه زره افغانان هم قرباني، خو لاهم د دې جګړې پای نه تر سترګو کېږي.

خپرونه څرګندوي چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له ۱۱مې راوروسته چې کوم هدفونه د افغانستان لپاره ټاکل شوي وو د هغوی له ډلې ځیني ترلاسه شوي دي.

نیویارکر په دې برخه کې ښوونځیو ته د نجونو تګ ته اشاره کړې او د زېږون پر مهال د میندو او ماشومانو د مړینې د کچې ټیټېدل یادوي.

خپرونه لیکي، لاهم طالبان د افغانستان په یوې پراخې برخې مسلط دي او د افغانستان حکومت وېشل شوی او کمزوری شوی، پوځ او پولیس دومره وس نه‌لري چې پر ټول هېواد بشپړ واکمن شي بل لور ته ملکي تلفات هم زیات شوي دي.

د نیویارکر په باور، که هره ناکامي بېله بېله وګڼل شي، دا یو حقیقت رابرسېره کېږي چې د امریکا د پالېسۍ چمتو کوونکي او پوځي او سیاسي مشران د پخوانیو ولسمشرانو جورج بوش او بارک اوباما، همداراز د اوسني ولسمشر ډونالد ټرمپ په وخت د افغانستان د جګړې د ناکامۍ په برخه کې صادق نه‌وو.

په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې د تحقیقي راپورونو د خبریال کریګ ویتلاک په وینا نیویارکر وړاندې لیکي، د جګړې ناکامي پټولی نه‌شو، ځکه چې هغه جګړه چې ۱۸ کاله دوام کوي، ترې څرګندېږي چې ناکامه ده یا لږ تر لږه دا ویلی شو چې ښه مخته نه‌ځي.

د ورځپاڼې په باور د افغانستان په جګړه کې یو شمېر نور عناصر هم شته چې کېدای شي اشاره ورته وشي، هغه ډېر غیر ضروري لګښت او اداري فساد دي.