ایران د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرو مخالفت وکړ

د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي علي شمخاني

د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي علي شمخاني د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرو مخالفت کړی او ویلي یې دي چې تهران د هغو خبرو مخالف دی چې افغانان او د افغانستان حکومت په‌کې برخه ونه‌لري.

ښاغلي شمخاني پرون چهارشنبه د سیمې امنیتي ډیالوګ له غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وویل، هره ستراتېژي، پرېکړه یا پلان چې د افغانانو له ګډونه پرته وي، ناسم دی او ناکامېږي.

د تهران غونډه د افغانستان، چین، روسیې، هند، تاجکستان، ازبکستان او ایران د ملي امنیت د سلاکارانو او لوړپوړو امنیتي چارواکو په ګډون پرون ترسره شوه.

د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي په داسې حال کې د امریکا او طالبانو د مذاکراتو مخالفت کوي چې کابل او واشنګټن له طالبانو سره د تهران پر پټو اړیکو اندېښمن دي. امریکايي چارواکو په وار وار ایران د طالبانو په مالي او تسلیحاتي ملاتړ هم تورن کړی دی.