دوه تاجکستانیان چې باور کېږي د سویډن د استاکهلم د ۲۰۱۷ کال د موټر په حمله کې لاس لري، په سوریه کې بندیان دي.
پروېز سیدرحمانوف چې په ابو داوود مشهور دی او تاجالدین نظراوف چې په ابو اسامه نوراکي مشهور دی او دواړه ۳۲ کلن دي، د روسیې او تاجکستان له لوري په ترورېزم تورن شوي او د موندلو هڅهیې کوي.
د دوی د یوه په اړه باور کېده چې مړ شوی دی.
د د دغو کسانو یو ملګری رحمت عاقل اوف په ۲۰۱۸ میلادي کال په استاکهلم کې په عمري قید محکوم شو. نوموړي اعتراف کړی چې د ۲۰۱۷ د اپرېل په اوومهیې د استاکهلم په مرکزي برخه کې لارویان په موټر ووهل. د دوی په حمله کې ۵ تنه وژل شوي وو.