ملګرو ملتونو کریمیا کې د بشري حقونو په تړاو یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ

د ملګرو ملتونو یوه غونډه، ارشیف

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې پرون د هغه پرېکړه‌لیک مسوده تصویب کړه چې د روسیې تر کنټرول لاندې کریمیا کې د بشري حقونو د ساتنې غوښتنه کوي.

دا خبره په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې د اوکراین دایمي نمایندګۍ کړې ده.

دغه پرېکړه‌لیک ته د ۲۳ مخالفو رأیو په وړاندې ۶۵ هېوادونو موافقه رأیه ورکړه او ۸۳ هېوادونو خپلې رأیې ونه‌کارولې.

د هغو هېوادونو په ډله کې چې دغه پرېکړه‌لیک ته‌یې مخالفې رأیې ورکړي، روسیه، بلاروس، ارمنستان، ونزوئلا، سوریه او ایران شامل دي.

په ملګرو ملتونو کې د اوکراین د ډیپلوماتیکې نمایندګۍ ویاند اولی نیکولینکو په خپله فېس‌بوک پاڼه کې ویلي چې دغه پرېکړه‌لیک او پر يوې پوځي سیمې د کریمیا د ټاپو وزمې د بدلولو لپاره د روسیې په اړه د ملګرو ملتونو مخکينی تصویب شوی پرېکړه‌لیک د کیف د هغو سیاسي او ډیپلوماتیکو هڅو نتیجه ده چې غواړي دا سیمه بېرته د اوکراین د ځمکنۍ بشړتیا یوه برخه شي.

روسیې د کریمیا ټاپو وزمه په ۲۰۱۴ کال د پوځي یرغل په نتیجه کې لاندې او وروسته‌یې له خپلې خاورې سره ملحق کړه.