په ابوظبۍ کې د ۲۰۱۹ کال په ورزشي سیالیو کې د موی تای افغان ورزشکار احمد شجاع خپل تایلندي سیال ته ماتې ورکړه.
د افغانستان ملي المپیک کمېټې چارواکي وايي، احمد شجاع په ۶۰ کیلو ګرام وزن کې په دغو سیالیو کې برخه اخیستې ده او د خپل تایلندي سیال تر ماتولو وروسته بل پړاو ته لاره موندلې ده.
دغه سیالۍ د ۳۵ اسیايي هېوادونو څخه د ۳۰۰ لوبغاړو په ګډون د روانې ډسمبر میاشتې په ۱۶ مه پیل شوي او یوه اوونۍ به دوام وکړي.