کورنیو چارو وزارت: غزني کې ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي

غزني ښار. ارشیف- ۳۱/۱۲/۲۰۱۸

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي تېره شپه د غزني ولایت په عمومي لویې لارې ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د غزني په شهباز، نوغي او اسفنده سیمو کې تصفیوي عملیات کول او دا طالبان په شهباز سیمه کې ووژل شول.

د اعلامیې له مخې درې نور طالبان ټپیان شوي هم دي.

کورنیو چارو وزارت تأیید کړې چې د طالبانو په ډزو کې دوه افغان پوځیان هم ټپيان شوي.

خو د غزني د ولایت ویاند محمد عارف نوري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په اسفنده، نوغي، شهباز، قره‌باغي او منګور سیمو کې د وسله‌والو د ځپلو په موخه هوايي او ځمکني بریدونه شوي دي چې په ترڅ کې یې ۱۱ تنه وسله‌وال وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

نوري زیاتوي، د طالبانو په برید کې د غزني د لویې لارې د ټولي د قوماندان میرویس اکرمي، په ګډون دوه امنیتي منسوبین هم ټپیان شوي دي.

وسله‌وال طالبان هم مني چې په دغه برید کې د دوی پنځو جنګیالیو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.