د ډونالد ټرمپ او نانسي پلوسي ترمنځ د لانجې دوام

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د استازو جرګې مشره نانسي پلوسي.

د امریکا د استازو جرګې د مشرې نانسي پلوسي او ولسمشر ډونالد ټرمپ ترمنځ لانجه لا هم روانه ده.

تازه مېرمن پلوسي اعلان کړی چې نن به د ولسمشر ټرمپ د استیضاح د مسئلې پر سر لومړی بحث او وروسته رأی اچونه وشي.

څو دقیقې وروسته ولسمشر ټرمپ، پلوسي تورنه کړه چې د امریکا د ډموکراسۍ د له‌منځه وړلو لپاره کودتا کوي.

د ټرمپ شپږ مخیز لیک تېره سې شنبه خپور شو او په یوه برخه کې یې نانسي پلوسي ته لیکلي چې تاریخ به‌یې په اړه سخت قضاوت وکړي.

پلوسي بیا په لیک کې ویلي چې استیضاح یو له ډېرو قوي اختیاراتو ده چې اساسي قانون دوی ته ورکړې ده.

ټرمپ د استازو جرګې له‌خوا تورن شوی چې په خپل اوکرایني سیال ولادیمیر زلنسکي یې په جولای میاشت کې فشار راوړی څو د جوبایډن او د هغه د زوی هنټر بایډن په اړه تحقیقات وکړي.

جوبایډن په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ټرمپ یو تر ټولو قوي سیال ګڼل کېږي.

ټرمپ له اوکرایني ولسمشر سره په خبرو کې هر ډول ناسمه کړنه رد کړې ده.