د اروپايي کمېسیون مشره د راتلونکي کال لومړیو کې ټرمپ سره ګوري

د اروپايي کمېسیون مشره اروزولا وان دیر لاین.

د اروپايي کمیسیون مشرې اروزولا وان دیر لاین ویلي چې تمه ده د راتلونکي کال په لومړیو کې د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره وګوري.

هغې دا خبره پرون په ټویټر باندې کړې ده.

وان دیر لاین چې مخکې د جرمني دفاع وزیره هم پاتې شوې ویلي چې له ټرمپ سره‌یې په ټیلیفوني خبرو کې د امریکا او اروپا د منصفانه مشارکت غوښتنه کړې ده.

د امریکا او اروپا سوداګریزې اړیکې کړکېچنې شوي.

په تېرو درېیو کلونو کې ټرمپ په اروپایي هېوادونو د المونیمو او فولادو په برخه کې تعرفې لوړې کړي.

واشنګټن همدارنګه د فرانسې له‌خوا په ډيجیتالي برخې د مالیې د لګولو په غبرګون ځیني فرانسوي مالونه له هغې ډلې شمپاین "فرانسوي شراب" او د دغه هېواد په لاسي بکسونه تر هدف لاندې نیولي دي.