زلمی خلیل‌زاد کابل ته راغلی

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیل‌زاد.

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیل‌زاد کابل ته راغلی او له افغان چارواکو سره ګوري.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیې انوري په خپله ټویټر پاڼه لیکلي افغانان د دوحې د روانو خبرو او همدارنګه په ټوله کې د سولې د بهیر په اړه د ښو خبرونو د اورېدو په تمه دي.

زلمی خلیل‌زاد د قطر له پلازمېنې دوحې کابل ته راغلی دی.

ده او د طالبانو د سیاسي ډلې غړو تېره شنبه خبرې پيل کړې وې او بیا په بګرام هوايي اډې د طالبانو د چهارشنبې برید په خاطر په خبرو کې دمه واخیستل شوه.

خلیل‌زاد په خبرو کې د دمې د اخیستلو اعلان کړی و او هم‌یې ویلي و چې د بګرام د برید په خاطر یې له طالبانو سره په غونډه کې خپله غصه څرګنده کړه.

خلیل‌زاد لیکلي و چې طالبان دې په دې مهمې موضوع له خپلو مشرانو سره مشوره وکړي او ودې ښيي چې د سولې لپاره د افغانانو هیلې او غوښتنې ځوابولی شي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بیا ازادي راډیو ته ویلي و چې دوی هم له خلیل‌زاد سره په خبرو کې د شپنیو عملیاتو او بمباریو مسئله یاده کړې وه او نیول شوې دمه کې دواړه لوري له خپلو مشرتابه‌وو سره مشوره کوي.