د کندهار اوسېدونکي: وسله‌والې غلاوې زیاتې شوي

کندهار ښار. ارشیف- ۲۰/۲/۲۰۱۹

د کندهار یو شمېر اوسېدونکي وايي په دې وروستیو کې د غلاوو پېښې ډېرې شوي او دوی یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

هغوی وايي، وسله‌وال غله د وسلو په زور له خلکو پیسې، وسایط او نور قیمتي توکي اخلي او ژوند یې ورته ناارامه کړی دی.

د روانې میاشتې د لومړۍ اوونۍ د یکشنبي په ورځ سهار وسله‌والو غلو غوښتل د کندهار ښار په شپږمه حوزه کې له یوه ځوان څخه په زوره موټر واخلي چې بالاخره موټر چلوونکي د وسله‌والو غلو په برید کې لومړی ټپي او وروسته‌يي په روغتون کې ساه ورکړه.

د دغې ورځې په ماښام د کندهار ښار په مختلفو برخو کې څو نورې غلاوې هم وشوې.

د کندهار یو اوسېدونکی اکبر شاه چې غلو یې موټر غلا کړی وايي، په دې وروستيو کې په ښار کې غلاوې ډېرې شوې او داسې شپه او ورځ به کمه وي چې د غلا کومه پېښه ونه‌شي.

خو د کندهار د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزی وايي، پوليسو د خپلو فعاليتونو په لړ کې ګڼ غله نیولي هم دي او له هغوی تر لاسه شوي توکي یې بېرته خپلو اصلي څښتنانو ته سپارلي دي.

هغه زیاتوي: "څومره چې غلاوې زیاتې شوي هومره غله هم نیول شوي دا غله د غلا شویو وسایطو او توکو سره یوځای نیول شوي چې بېرته‌یې مالکانو ته وسایط او توکي رسېدلي دي."

دا په داسې حال کې چې تر دې مخکي د کندهار اوسېدونکو د انسان تښتونې د پېښو له زیاتوالي هم شکایت کړی و.