د 'پوهنې اتل' میاخان په کلي کې د نجونو یو ښوونځی جوړېږي

ارشیف

د پکتيکا والي وايي د مرکز ښرنې په ډنډک کلي کې د اول وار لپاره د نجونو لپاره ښوونځى جوړېږي.

دا هغه کلى دى چې د مياخان اکا په نوم هغه پلار په‌کې اوسېږي چې د تعليم په اتل مشهور شوى دى.

مياخان اکا چې د ٦٣ کلونو دى، هره ورځ خپلې درې لوڼې څه باندې ٢٠ کيلومتره لیرې ښوونځي ته بيايي.

د پکتيکا والي مجيب‌الرحمن څمکني پرون ازادي راډيو ته وويل، دوى مياخان اکا ته ويلي چې دغه ښوونځى به‌يې په نوم وي: "په دې سپين ږيریتوب کې خپلې درې لورګانې مرکز ښرنې ته راولي، يا پر موټرسايکل يا پياده ورسره روان وي، دا وعده مو وکړه چې په ډنډک سيمه کې به يو ښوونځى ستا په نوم جوړوو چې د دې کلي نجونې د تعليم له خوږې مېوې برخه‌منې شي."

مياخان اکا د پوهنې وزارت او د پکتيکا د ولايتي ادارې له‌خوا د غوره پلار او د پوهنې د اتل په نامه وستايل شو.

مياخان اکا ويلي چې په خپلو لوڼو د دې لپاره تعليم کوي چې دوى وکړاى شي د خپل ولايت لپاره خدمت وکړي.