چارواکي: قیصاري له بلخه جوزجان ته تښتېدلی

په بلخ کې امنیتي ځواکونه د قیصاري د کور د کلابندۍ پرمهال. انځور - ۲۰۱۹/۱۲/۱۶

د بلخ ولایت امنیتي چارواکو تأیيد کړه چې د افغان امنیتي ځواکونو تر عملیاتو وروسته د جنبش ګوند یو سخت دريځی مشر نظام‌الدین قیصاري له تښتېدلو وروسته اوس هم په جوزجان ولایت کې دی.

د بلخ د ملي امنیت ریاست مرستیال سید شاه سادات نن دا خبره رسنیو ته وکړه.

د بلخ امنیه قوماندان اجمل فائز ویلي چې تر اوسه‌يې له قیصاري سره اړوند ۴۵ وسله‌وال کسان او ګڼ شمېر جنګي مهمات ورسره نیولي دي.

د امنیت ریاست په داسې حال کې په جوزجان کې د قیصاري حضور تأییدوي چې تېره شپه اجمل فائز ازادي راډيو ته ويلي وو چې قیصاري یو "ملي خاین" دی او که د افغانستان په هر ځای کې وي امنیتي ځواکونه به‌یې ونیسي.

د بلخ امنیتي چارواکو ویلي چې د نظام‌الدین قیصاري پر کور د هوايي حملو امر یې له کابله ترلاسه کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې د جوزجان چارواکي د دغې موضوع په اړه بې‌خبري ښيي.