بلخ کې ماین چاودنې ۱۸ کسان ټپیان کړي

د بلخ نقشه

په بلخ ولایت کې د ماین چاودنې په پېښه کې ۱۸ کسان ټپیان شوي دي.

د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل ازادي راډیو ته وویل چې دا چاودنه نن د مزار شریف دوهمې امنیتي حوزې ته نږدې په الکوزي چوک کې وشوه.

ښاغلي عادل زیاته کړه چې یو ماین پر یوه بایسکل ځای پر ځای کړل شوی و او د پولیسو پر رینجر موټر وچاودېد.

ده وویل چې په دې پېښه کې د ټرافیکو ۵ پولیس، د پولیسو یو سرتېری او ۱۲ ملکیان ټپيان شوي دي.

د بلخ پولیسو په دې اړه د څېړنو د پیل خبر ورکړی.

تر اوسه د دې پېښې مسولیت چا پر غاړه نه ده اخیستی.