جوزجان کې ماین چاودنې یو کارګر وژلی ۵ ټپیان دي

ارشیف

جوزجان کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې یو کارګر وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي.

د جوزجان د والي ویاند عبدالمعروف اذر ازادي راډیو ته وویل، دغه پېښه نن له ماسپښین مخکې د شبرغان د جرقدوق فابریکې ته نږدې رامنځته شوې ده.

هغه زیاتوي، د شبرغان د جرقدوق فابریکې څلور کاګران د غازو له څاګانو څخه د غازو د را ایستنې په هدف دغې فابریکې ته پر لاره و چې موټر یې د سړک غاړې پر ماین برابر شوی او له کبله‌یې یو کارګر روغتون ته له رسېدو وروسته ساه ورکړې او درې تور ټپیان دي.

د لذر په وینا په ټپیانو کې دوه امنیتي سرتېري چې له دغه کارګرانو سره مل و هم شامل دي چې د شبرغان روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسؤلیت پر غاړه نه‌دی اخیستی.

د هېواد په شمال کې د جوزجان د جرقدوق فابریکه د غازو له سیمو یوه ده چې د غازو د را ایستنې لپاره د شبرغان د غازو افغان تصدۍ کارګران مؤظف دي.