د فلزي صنایعو جوړولو لپاره اړتیا وړ توکو صادروونکو ته د امریکا خبرداری

سپینه ماڼۍ

متحده ایالاتو پر هغو مؤسسو او افرادو د بندیزونو د لګولو ګواښ کړی چې ایران ته د "ګرافیتي الکترود" او "نفتي کوک" په نوم د فلزي صنایعو د جوړولو لپاره د اړتیا وړ توکو په صادرولو کې لاس ولري.

متحده ایالات وايي، د تهران د هغو عوایدو مخه به ونیسي چې د ورانکارۍ پر فعالیتونو یې لګوي.

د امریکا حکومت ادعا کوي چې ایران هغه عواید چې د فلزي صنایعو له جوړولو ترلاسه کوي، د وسلو د پراختیا پر پروګرام، د سیمې په هېوادونو کې پر لاسوهنو او د ترورېستي ډلو پر ملاتړ لګوي.

په دې بندیزونو کې به پر تولیدوونکو او صادروونکو سربېره، د بندرونو د چلوونکو او د بارچالانۍ د شرکتونو په ګډون هغه لوري هم په نښه شي چې د اکمالاتو کاروبار کوي.

پنټاګون په یوه څېړنه کې چې تېره میلادي میاشت‌یې خپره کړه، پر تهران تور لګولی چې د عراقي شیعه ډلو، نورو وسله‌والو شریکانو او نیابتي ډلو د یوې شبکې په مرسته په منځني ختیځ کې د خپلو ګټو لپاره کار کوي.