خوست کې ماین چاودنې ۱۰ کسان وژلي

د خوست پولیس وایي، په سیمه کې یې یو بل ماین هم کشف او خنثی کړی دی.

په خوست کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۱۰ کسان وژلي.

د خوست امنیه قوماندانۍ وایي چې چاودنه نن سهار شااوخوا پنځه بجې د دې ولایت د علیشیرو او تریزیو ولسوالۍ د بوخانې کنډو اړوند په چنار سیمه کې رامنځته شوې ده.

د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل حیدر نن سهار ازادي راډيو ته وویل چې په چاودنه کې وژل شوي ټول ملکي کسان دي چې پنځه نارینه، دوه مېرمنې او درې ماشومان په‌کې شامل دي.

د خوست پولیس وایي، په سیمه کې یې یو بل ماین هم کشف او خنثی کړی دی.

د خوست ولایت مقام وایي چې یاد کسان لوګر ولایت ته د یوې جنازې لپاره روان و چې د سړک غاړې په دې ماین وربرابر شوي دي.

تر اوسه د دې چاودنې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.