د افغانستان د موی ټای لوبغاړي د اسیا د اتلولۍ په سیالیو کې د ګډون په هدف متحده عربي اماراتو ته لاړل.
د افغانستان د بدني روزنې ریاست د معلوماتو له مخې په دې سیالیو کې د ۳۵ اسیايي هېوادونو نږدې درې سوه لوبغاړي برخه اخلي.
د دغه ریاست مسولین وايي چې اوه افغان لوبغاړي چې نجونې هم په کې شته په دې سیالیو کې برخه اخلي.
یادې سیالۍ نن د متحده عربي اماراتو په کوربه توب په ابوظبۍ ښار کې پیل شوې او د روانې میلادي میاشتې تر ۲۲ مې نېټې دوام کوي.