قزاقستان ته د پوهنتونونو د پهلوانۍ لوبډلې سفر

ارشیف

د افغانستان د پوهنتونونو د ورزشي فدراسیون د پهلوانۍ لوبډله، د نړېوالو لوبو لپاره قزاقستان ته ولاړه.

په دغه سیالیو د دوه افغان لوبغاړو ترڅنګ د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو 68 نور لوبغاړي هم برخه لري.

د افغانستان د بدني روزنې مرستیال قاسم حمیدي نن ازادي راډيو ته وویل، چې د پهلوانۍ دغه سیالۍ به سبا په قزاقستان کې پیل شي او د روانې میلادي میاشتې تر ۲۴ مې نېټې به دوام وکړي.