پنجشېر، سرپل او جوزجان کې بیا شمېرنه بشپړه شوې

د رایو بیا شمېرې بهیر - ارشیف

د افغانستان په اوه ولایتونو کې چې پرون په کې د رایو بیا شمېرنه او څېړنه پیل شوې، په درې کې یې دا بهیر بشپړ شوی دی.

پنجشېر، سرپل او جوزجان د افغانستان له هغو اوه ولایتونو څخه دي چې د رایو بیا شمېرنه او څېړنه په کې تېره ورځ بشپړه شوه.

تخار، فاریاب، بدخشان او بغلان کې بیا د دغه هېواد د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په وینا، دا بهیر له کومې ستونزې پرته روان دی.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا ريیس حبیب الرحمان ننګ د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوی هڅه کوي چې له خپلو ټولو سرچینو په ګټې اخیستنې سره، په پاتې څلور ولایتونو کې هم د رایو بیا شمېرنه او څېړنه ژر بشپړه کړي.

هغه وویل: "په ۳ ولایتونو پنجشېر، سرپل او جوزجان کې د رایو تفتیش او بیا شمېرنه بشپړه شوې او په پاتې ولایتونو کې په نورمال ډول زموږ کارونه روان دي."

د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایو بیا شمېرنې او څېړنې بهیر د دغه هیواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د تېرې لړم یا عقرب میاشتې په ۱۸مه نېټه پیل شو، خو د یو شمېر ټاکنیزو ډلو د اعتراض له کبله د همدې میاشتې تر ۲۶مې نېټې وځنډېد.

له دویم ځلي پیل وروسته بیا هم ، د ثبات او هم‌پالنې ټاکنیزې ډلې اجازه ور نه کړه چې په اووه ولایتونو کې کمېسیون خپل کارونه مخ‌ته یوسي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي، په اووه ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه او څېړنه به تر پنځو ورځو بشپړه شي.

د دغه کمیسیون په خبره، لومړنۍ پایلې به د دې بهیر تر بشپړېدو وریته اعلان کړي.