د افغانستان او المان ترمنځ د پانګونې ګډه خونه پرانېستل شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند جان اقا نوید

د افغانستان او المان ترمنځ د پانګونې ګډه خونه پرانېستل شوه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند جان اقا نوید نن ازادي راډيو ته وویل، دغه خونه د دواړو هېوادونو د یو شمېر سوداګرو لخوا د ښو سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په هدف پرانستل شوې.

د ښاغلي نوید په خبره، افغانستان له هندوستان، ایران، ترکیه او یو شمېر نورو د منځنیو اسیا هېوادونو سره ګډې سوداګریزې خونې لري.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند ددغه ډول خونو پرانېسته د سوداګریزو راکړو ورکړو په برخه کې اغیزمن ګام بولي.