د اقلیم په اړه اسپانیا کې غونډه بې پایلې پای ته رسېدلې

د مادرید د غونډې پرمهال هم د خبرو په تالار کې دننه او هم بهر د چاپېریال ساتنې د فعالانو له غوسې ډک اعتراضونه روان وو.

د ملګروملتونو په نوښت د اسپانیا په پلازمېنه مادرید کې د اقلیم په اړه له دوو اونیو راهیسې پیل شوې خبرې نن بې کومې نتیجې پای ته ورسېدې او په نړیوالو بازارونو کې د کاربن د پلور او پېر د اصولو د څرنګوالي په اړه مهمه پرېکړه ۲۰۲۰ میلادي کال ته پاتې شوه.

د نړۍ د نژدې ۲۰۰ هېوادونو پلاوو په دې نړیواله غونډه کې چې د خبرو په پایله کې یې د نړۍ هېوادونو د ځمکې د تودوخې په اړه په ډېرې سختۍ سره موافقه وکړه ګډون کړی و.

خو د هغه څه په اړه موافقې ته ونه رسېدل چې ساینسپوهان یې د بېړني حالت پر وړاندې د مقابلې لپاره مهم بولي.

په دې موافقو کې د مضرو ګازونو د مخنیوي او له هغو بېوزلو هېوادونو سره چې له اقلیمي بدلون څخه زیانمنېږي د مرستې په برخه کې لوړې غوښتنې او اعلامیې هم شاملې دي.

د مادرید د غونډې پرمهال هم د خبرو په تالار کې دننه او هم بهر د چاپېریال ساتنې د فعالانو له غوسې ډک اعتراضونه روان وو.

فعالانو- په تېره ځوانانو، د اقلیمي بدلون پروړاندې د حکومتونو د سوکه اقداماتو له کبله سخته غوسه څرګنده کړه.