ایراني چارواکي د یوې بلې سایبري حملې شنډولو خبره کوي

د ايران د مخابراتو وزير وویل، دا وار د دې انټرنټي حملې هدف د دولت د استخباراتو په اړه جاسوسي کول وو.

د ايران د مخابراتو وزير محمد جواد اذري جهرمي نن يکشنبه اعلان وکړ چې دغه هېواد تر يوې اوونۍ په لنډه موده کې دويمه سايبري يا انټرنټي حمله شنډه کړې ده.

ښاغلي جهرمي وویل، دا وار د دې انټرنټي حملې هدف د دولت د استخباراتو په اړه جاسوسي کول وو.

د ايران د مخابراتو وزير نن په يوه لنډکي ټويټ کې ويلي چې دغه سايبري يا انټرنټي حمله تشخيص او د ايران د انټرنټي خونديتوب سپر په مرسته شنډه کړاى شوې ده.

نوموړي د نورو جزئیاتو له ورکولو پرته وویل، هغه استخباراتي ادارې هم تشخيص شوي چې دا حمله يې کړې او هکران هم څارل شوي دي.

د ايران د مخابراتو وزير تېره چهارشنبه هم ويلي وو چې يوې "لويې" او د کوم بل دولت انټرنټي حملې د ايران د برښنا زېربنا په نښه کړې ده.

ښاغلي جهرمي تر هغه یوه ورځ وړاندې د ایران پر بانکونو د سایبري برید راپورونه ردکړي وو.

که څه هم ايران پر خپلو ډېرو زېربناوو انټرنټ قطع کړى، خو څو څو ځلې يې د انټرنټي حملو د شنډولو خبره کړې ده.