خوست کې د ښځو لپاره تعلیمي او روغتیايي امکانات ډېر شوي

ارشیف

په خوست کې د ښځو د حقونو یوشمېر فعالانې وايي چې په هغه ولایت کې د ښځو لپاره تعلیمي او روغتیايي امکانات زیات شوي دي.

په خوست ښار کې پرون د ښځو د حقونو یوشمېر فعالانو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د نړیوال منشور د اعلان د کلیزي په مناسبت په غونډه کې په خپل ولایت کې د ښځو لپاره پر امکاناتو او ستونزو خبرې وکړې.

د خوست د ښځو ریاست مشرې، شافعه نورزۍ ازادي راډیو ته وویل: "خوشبختانه، په خوست کې ورځ تر بلې د ښځو د بشري حقونو وضعیت ښه کېږي. د ښځو تعلیم زیات شوی او ډېرې ښځې حتی د کارونو غوښتونکې دي."

د خوست د ښځو چارو رئیسې ازادي راډیو ته وویل چې په خوست کې د ښځو د حقونو په اړه د خلکو د معلوماتو سطحه د پخوا په پرتله لوړه شوې ده.

یوشمېر فعالانو ازادي راډیو ته وویل چې په خوست کې د هغو نارینه و شمېر زیات شوی چې د ښځو انساني حقونه مني او درناوی ورته کوي.