هند کې د تابعیت نوي قانون پرضد اعتراضونه روان دي

په هند کې د هغه نوي قانون پر ضد مظاهرې روانې دي چې پر اساس یې د درېیو هېوادونو مذهبي اقلیتونو ته د هند د تابعیت حق ورکول کېږي.

د امریکا متحده ایالاتو له دې امله ټولو امریکايي وګړو ته خبرداری ورکړی چې هند ته سفر ونه کړي. امریکا او تر هغه مخکې بریتانیا خپلو وګړو ته خبرداری ورکړ چې هند ته د سفر پرمهال له احتیاطه کار واخلي.

د هند د تابعیت قانون د تعدیل پر اساس، د افغانستان، بنګله دېش او پاکستان سیکانو، هندوانو او مذهبي اقلیتونه چې تر ۲۰۱۵ کال وړاندې هند ته تللي او مېشت شوي، د هند د تابعیت ورکول کېږي. مسلمانان له دې قانونه مستثنی شوي دي.

د هند په یوشمېر ختیځو ایالتونو کې ډېر خلک وېره لري چې له بنګله دېشه به د کډوالو سترې جوپې ورشې او پرله پسې مظاهرې کوي. د هند حکومت په اسام ایالت کې د مظاهرو له امله تر سبا پورې پر انټرنټ بندیز لګولی دی.

د بشري حقونو د ملاتړ یوشمېر ډلې او د اپوزېسیون ګوندونه هم پردې قانون اعتراض کوي او وايي چې د صدراعظم نریندرا مودي هندو نشلنست ګوند په دې ډول د هند ۲۰۰ میلیونه مسلمانان منزوي کوي. خو مودي دا تورونه رد کړي دي.