د امریکا د سنا یوه کمېټه پر روسیې د بندیزونو په اړه بحث پیلوي

د امریکا د سنا جرګې یو پلاوی به د روسیې پر ضد د بندیزونو په اړه بحث پیل کړي.

دا بحث وروسته له هغه کېږي چې د روانې میاشتې په لومړیو کې پر یوې لانجمنې لایحې له رأی اخیستلو ډډه وشوه.

د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه به پر دې لایحې چې د کریملین له یرغله د امریکا د امنیت دفاع نومېږي، بحث وکړي.

دا لایحه چې د امریکا د دواړو ګوندونو، جمهوري غوښتونکي او ډیموکرات غړیو وړاندې کړې، د نورو هیوادونو په ډیموکراتیکو پروسو کې د لاسوهنې، په سوریه کې د «ناوړه اقداماتو» او پر اوکراین د یرغل په خاطر پر روسیې د بندیزونو غوښتنه کوي.