شمالي کوریا د شنبې په ورځ وویل، دوی د سوهې د اوږده واټن ویشتونکیو توغندیو په ساحه کې یوه بله "مهمه ازموینه" په "بریالیتوب" ترسره کړې چې ورسره به ددې هېواد "باوري ستراتیژیکه اټمي دفاع" نوره هم پیاوړې شي.
د شمالي کوریا رهبر کیم جانګ اون تېر کال د جنوبي کوریا له ولسمشر مون جې این سره په غونډه کې منلې وه چې پیونګ یانګ کې د سوهي د ازموینو تاسیسات د اعتماد د رامنځ ته کولو په خاطر بندوي.
د شمالي کوریا د دفاعي علومو د ملي اکاډمۍ ویاند ویلي، د جمعې په ورځ یې د سوهې د سټلایټ توغولو له ډګر یو بله مهمه بریالۍ ازموینه ترسره کړې.
په دې اعلان کې دا نه ده روښانه شوې چې د جمعې په ورځ دا ازموینه د څه شي وه.
څو ورځې مخکې شمالي کوریا ویلي و یو "ډیره مهمه ازموینه" یې په دې سیمه کې ترسره کړې. هغه مهال داسې شکونه وو چې په دې ازموینه کې به فضا ته توغیدونکو سپوږمکۍ یا د لرې واټن ویشتونکیو توغندیو لپاره له نوي انجن کار اخیستل شوی وي.
شمالي کوریا چې د ټرمپ سره د درې غونډو وروسته پر دې هېواد د بندیزونو له نه لرې کیدو نهیلې شوې، خبرداری یې ورکړی چې واشنګټن دې د کال تر پای ته رسېدو مخکې د بندیزونو په برخه کې له جوړجاړي سره رامخې ته شي.