پولیسو په مزار شریف کې د نظام الدین قیصاري "کور محاصره کړی"

د جنبش اسلامي ګوند یوه پخواني قومندان نظام الدین قیصاري

د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې امنیتي ځواکونو د جنبش اسلامي ګوند یوه پخواني قومندان نظام الدین قیصاري کور محاصره کړی دی.

ښاغلي قیصاري ته یوې نږدې سرچینې ازادي راډیو ته وویل، د بلخ پولیسو د مزار شریف ښار په زراعت سیمه کې د هغوی یوه قرارګاه محاصره کړې او غواړي چې د ښاغلي قیصاري د کسانو له خوا رامنځته شوې امنیتي پوستې له سیمې لرې کړي.

خو د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل وايي، د ښاغلي قیصاري وسله والو هغه کور کې امنیتي پوسته جوړه کړې وه چې په قزاقستان کې د افغانستان سفیر فرهاد عظیمي پرې حقوقي دعوا لري.

ښاغلي عادل وویل چې پولیس د موضوع د حل لپاره سیمې ته رسېدلي او دغه وسله وال یې له سیمې وتلو ته اړ کړي.