هرات کې د ټاکنیزو شکایتونو ولایتي دفتر کې یو کارکوونکی وژل شوی

د هرات سیمه ییز چارواکي وايي، د انتخاباتي شکایتونو ولایتي دفتر مالي معتمد لطف الله حلیمي نن سهار د خپل کار په دفتر کې په ډزو وژل شوی دی.

ددغه دفتر کمیشنر ګل محمد طارق ازادي راډیو ته وویل، حلیمي د کلاشینکوف په ډزو وژل شوی دی.

د هرات د مرکزي روغتون سرطبیب محمد عارف جلالي ازادي راډیو ته وویل چې د وژل شوي کارمند جسد د دوی روغتون ته وروړل شوی دی.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته ویلي تر اوسه د حلیمي د قتل علت او انګېزه روښانه نه ده.

تراوسه چا د هغه د وژلو مسولیت نه دی منلی. د انتخاباتو ولایتي دفترونه په کلکو امنیتي تدابیرو ساتل کیږي او دا نه ده معلومه چې بریدګر څنګه له وسلې سره د شکایاتو کمیسون دفتر نه ننوتی دی.