پامپیو: که تهران عراق کې د واشنګټن ګټو ته زیان ورسوي قاطع ځواب به ورکړو

د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير ايران ته خبردارى ورکړ، که په عراق کې د امريکا ګټو ته زيان واړوي، واشنګټن به يې په وړاندې”قاطع“ ځوابي اقدام وکړي.

مايک پامپيو وروسته له هغې دا خبره وکړه چې د عراقي او بهرنيو ځواکونو پوځي اډو ته څېرمه راکټي حملې وشوې.

پامپيو پرون په يوه اعلاميه کې د ايران نيابتي وسله وال تورن کړي چې پر هغو پوځي اډو يې ګڼې حمل کړي چې د عراق امنيتي ځواکونه له امريکايي او د نړيوال ايتلاف له پرسونل په ګډه سره دېره دي.

دوى د اسلامي دولت افراطي ډلې يا داعش په وړاندې په مبارزه کې ښکېل دي.

اعلاميه وايي د بغداد نړيوال هوايي ډګر په انګړ کې د عراق پر يوې ودانۍ د تېرې دوشنبې په حمله کې ٥ عراقي سرتېري ټپيان شول چې د دوو روغتيايي وضعيت نازک دى.

اعلاميه زياتوي، تېره چهارشنبه پر دغه هوايي ډګر بله راکټي حمله وشوه، په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړل شوي.

مايک پامپيو د ايران رهبرانو ته خبردارى ورکړى چې د دوى او د دوى د نيابتي وسله والو له خوا هر ډول حمله که امريکايانو يا د دوى متحدانو يا د امريکا ګټو ته زيان ورسوي، د امريکا له خوا به سخت ځواب ورکړل شي.