د اروپا او اروپا-اتلانتيک لپاره او د اوکراين د صدراعظم مرستيال دیميترو کوليبا ویلي چې د کيف او واشنګټن ترمنځ اړيکې به هغسې پياوړې وي.
کوليبا پرون په واشنګټن کې يوه کنفرانس ته وويل، دا اړيکې به له دې سره سره پياوړي وي چې د ولسمشر ټرمپ د استيضاح په څېړنه کې اوکراين عمده رول لوبولى دى.
د اوکراين دغه چارواکي تېره اوونۍ د امريکا د کانګرس له غړو، د بهرنيو چارو وزارت او سپينې ماڼۍ له چارواکو سره هم کتلي دي.
هغه ويلي، په واشنګټن کې يې مهم لومړيتوب د "نورد سټريم ۲" په نوم د روسيې د طبيعي ګازو پر نل ليکه د امريکا له خوا د بنديزونو هڅول وو.
دیميترو کوليبا ويلي، "موږ له ناټو غواړو چې د اوکراين په وړاندې نوره لېوالتيا هم ولري."
د هغه په خبره اوکراين نه غواړي له دغه پوځي تړون څخه ملاتړ ترلاسه کړي، خو غواړي په دغه ماموريت کې برخه ولري.